نورستان؛ د جګړو له امله اغېزمنو ۱۷،۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش پيل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۲
N

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د خوړو نړيوال پروګرام په ګډه همغږۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله له ۱۷،۰۰۰ اغېزمنو کورنیو سره د خوراکي او روغتیا ساتنې توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، د کامدېش ولسوالۍ په اور مړو او کمو سیمو کې چې د وروستيو جګړو له امله اغېزمنې شوې وې پر ۱،۸۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د مرستې په دې کڅوړو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسونو د مینځلو صابون شامل وو، چې موخه یې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د اساسي ستونزو کمول دي.

ټاکل شوې ده، چې د همدې لړۍ په دوام کې به په راتلونکو ورځو کې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو پر ۱۵،۲۰۰ نورو کورنیو هم د ورته توکو مرسته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د جګړو او بېړنیو پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه او د هغوی ملاتړ د افغاني سرې مياشتې له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۱۱ - ۱۳:۸
Background image

د اوبو څاه د ښویېدو پېښه؛ کاپیسا کې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د محمد عمرخېلو کلي له یوې کورنۍ سره، چې د اوبو څاه د ښویېدو پېښې له امله زیانمنه شوې وه، یوه اندازه نغدي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د افغاني سرې مياشتې مرستيال د بغلان نمايندګۍ فعاليتونه وارزول او پر ښه مديريت يې ټينګار وکړ

جمعه، ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، شمال زون ته د خپل سفر په لړ کې د بغلان ولايت له نمايندګۍ څخه ليدنه وکړه.

د ليدنې پر مهال، نوموړي د بغلان د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۱۱ - ۶:۴۴
Background image

کندز؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال: د رواني ناروغانو درملنه او د بې ‌سرپرستو ملاتړ زموږ لومړيتوب دی

پنجشنبه، ۱۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د خپل سفر په دوام، د شمال ختيځ زون رياست، د کندز ولايتي څانګې، د مرستون له نوي تعمير او د رواني ناروغانو. . .

BACK TO NEWS