ننګرهار کې د يوې بې وزلې او اړمنې کورنۍ رواني ناروغ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته ولېږدول شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۵
خبرونه

ننګرهار کې د يوې بې وزلې او اړمنې کورنۍ رواني ناروغ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته ولېږدول شو!

د رمضان د میاشتې پر ۳مه، د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د حکم پر بنسټ د ختيځ زون رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته هغه رواني ناروغ د پالنې او درملنې په موخه ولېږدول شو، چې کورنۍ يې د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سيمه (اشپهان) کې اوسېده او د ډېرې ناچارۍ او فقر له امله د ياد ناروغ د درملنې په برخه کې له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان وه.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د اېکس (ټويټر) په ټولنيزې رسنۍ کې د ياد ناروغ په اړه يوه ويډيو خپره شوې وه چې په کې يوه اړمنه کورنۍ له رواني ناروغ څخه کړېږي او د درملنې وس او توان يې نه لري او د افغاني سرې مياشتې غوښتنه شوې وه څو د نوموړي د درملنې په برخه کې يې د کورنۍ لاسنيوى وکړي، په همدې موخه د افغاني سرې مياشتې کارکوونکو د محترم مقام د حکم پر اساس يادې کورنۍ ته رسيدنه وکړه او رواني ناروغ يې د درملنې په موخه ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او  درملنې مرکز ته ولېږداوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۷:۳۸
Background image

د روغتیا ریاست اړوند فرعي کلینيکونو لپاره د خالي بستونو له نوماندانو آزموینه واخیستل شوه

چهارشنبه، ۲۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د روغتیا ریاست له لوري کابل مرکزي دفتر کې د پکتیکا او خوست ولایتونو فرعي کلینیکونو ۳ بستونو لپاره د (MD) برخې له ۵۸ نوماندانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۶:۴۲
Background image

کونړ کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ جمادی الاخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې له ۱۵۱ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د اقتصادي لاسنیوي او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۶:۱۳
Background image

د ژمي په درشل کې زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستو پراختيا؛ له نړيوالو ملي ټولنو سره آنلاین ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مسؤولینو په حضور کې د ۵۱ هېوادونو ملي. . .

BACK TO NEWS