ننګرهار او جوزجان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورسول شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۹
Jn

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال‌ آباد ښار او د پچیرآګام، خوګیاڼیو، نازیانو، شېرزادو، چپرهار، بهسودو، سپین غر، هسکې مېنې، غني‌ خېلو او سرخرود ولسوالیو ۳۹ کورنیو او د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار او درزاب ولسوالۍ ۳ زیانمنو کورنیو ته، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ټولټال یو میلیون او ۲۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورسول شوه.

دغه مرسته د چین سره صلیب په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی اساسي اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۹
Background image

نورستان کې څه باندې ۴۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۲۲ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۴۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS