مرکزي مرستون کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو ۲۶۷ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۲۱
مرکزي مرستون کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو ۲۶۷ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه

کابل – یکشنبه، ۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ هـ ق  
د افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون په انګړ کې پر ۵۹ بېرونيو مشمولينو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۲۶۷ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.  

د مرستې د وېش پر مهال د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سيد احمد بهرمند د اړمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو پر لاسنيوي او ملاتړ ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د نغدي مرستو د وېش په دې پروګرام کې بشپړ شفافیت او عدالت په پام کې نیول شوی، نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت په ټول توان هڅه کوي، څو د اړمنو او بې وسه کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

هېره دې نه وي، چې په یاده نغدي مرسته کې د ګڼ نفوس لرونکو کورنیو ته ۵۰۰۰، د منځني نفوس لرونکو ته ۴۰۰۰ او د کم نفوس لرونکو کورنیو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او له دې وروسته به هم هره میاشت یاده مرسته د بانکي حساب له لارې د تثبیت شویو کورنیو حسابونو ته لېږدول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا: له ٣ پېښځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

یکشنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې له ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۷ کمپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

Acting President of ARCS Meets with IFRC Deputy Head in Afghanistan to Discuss Expansion of Services for Newly Repatriated Refugees

Sunday, June 29, 2025

During a visit to Herat Province, Sheikh Ul Hadith Shahabuddin Delawar, Acting President of ARCS, along with an accompanying delegation, met with Mr. Ahmad. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۴:۴۳
Background image

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۰ تنه ناروغان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

کابل - یکشنبه، ۳ محرالحرام ۱۴۴۷ 

افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۰ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان پلازمېنه کابل کې ۲ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور. . .

BACK TO NEWS