له شعاره تر عمله؛ افغاني سرې میاشتې پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشله
شنبه، ۲۰ رجب ۱۴۴۷
پکتیکا کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، نږدې ۹۷ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ۹۴ کیلو خوراکي توکي ترلاسه کړل، چې په کې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، نخود مالګه، مکروني، رُب او سرېلاک شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یو شمېر د اړتیا وړ غیر خوراکي توکي هم ورکړل شول.
دغه مرسته به د یادو راستنو شوو کورنیو اساسي ستونزې راکمې او ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو، راستنو شوو او پېښځپلو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.
