له سړې هوا د ځان ساتنې په موخه؛ بادغیس کې ۱۸۵ اړمنې کورنۍ له بېړنۍ مرستې برخمنې شوې
شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په بادغیس ولایت کې له ۱۸۵ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۲ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۱ ترپال او ۴ کمپلې ورکړل شوې.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې او بشري خواخوږۍ په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت تل د اړمنو او بېوزله کورنیو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي؛ څو د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
