عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون له مشر سره د همغږۍ ناسته وکړه
شنبه، ۱۵ جمادي الآخر ۱۴۴۷ هـ ق
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د ګډو بشري خدمتونو او فعالیتونو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې دواړو لوریو راستنېدونکو کډوالو او مستحقو کورنیو ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي او د هغوی اړتیاوو ته په کتو د مرستو برابرولو په اړه خبرې وکړې او هم يې د بشري خدمتونو برخه کې د همغږۍ پر پراختيا ټینګار وکړ.
