سرپل کې څه له پاسه څلورنیم زره اړمن هېوادوال له روغتیایي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ٢٦ صفر ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٣٥٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٢٣١ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.