سرپرست عمومي رٸيس د نړيوال فدراسيون له مسٸولينو سره راستنېدونکو کډوالو لپاره د بېړنيو بشري مرستو د چمتو کولو په موخه ناسته وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۷:۵۰
خبرونه

سرپرست عمومي رٸيس د نړيوال فدراسيون له مسٸولينو سره راستنېدونکو کډوالو لپاره د بېړنيو بشري مرستو د چمتو کولو په موخه ناسته وکړه!

نن دوشنبه دشوال میاشتې پر ۱۶ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون د سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سليمان، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د فدراسيون د آسيايي برخې مسٸولې آغلې هیلن او د نړیوال فدراسیون د ستراتیژیکې همغږۍ او بشري دېپلوماسۍ له مسؤلې آغلې هُما نادر سره د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې او د هغوي لپاره د بېړنيو بشري مرستو د چمتو کولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس تورخم ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې او هغوى ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو روغتیايي خدماتو، د استوګنې لنډ مهاله سرپناه برابرولو، پخو خوړو او څښاک لپاره د پاکو اوبو د وېش او د دوى د خدمت په موخه د رضاکارانو د ګمارنې او نورو بشرپاله خدمتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل.

دا راز ښاغلي دلاور له نړيوال فدراسيون غوښتنه وکړه څو د راستنېدونکو کډوالو ته د بشري مرستو او خدماتو د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې د افغاني سرې مياشتې د هر اړخيز ملاتړ ترڅنګ کډوالو ته د روغتيايي خدماتو د لا ښه والي، اميندواره مېرمنو ته د سالم خوراک او درملو لپاره د نغدي مرستې،  خپلو اړونده ولايتونو ته د راستنو شويو کډوالو تر تګ وروسته د لنډ مهالې سرپناه او د يوې مياشتې خوراکې چمتو کولو او د دوى لپاره په جوړيدونکو ښارګوتو کې د ثابتو کلينيکونو او ګرځنده روغتيايي ټيمونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د وړاندې کېدونکي خدماتو په برخه کې به بشپړ شفافيت په پام کې نيول کېږي.

ورپسې د نړيوال فدراسيون مسٸول او مل پلاوي د سرپرست عمومي رئیس د وروستي سفر او د کډوالو د وضعيت ارزونې په اړه د معلوماتو په وړاندې کېدو خوښي وښوده او د افغاني سرې مياشتې د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يې په نزدې ورځو کې د روغتیایي خدماتو او اړونده کارکوونکو، لنډ مهالې سرپناه د پراختيا او د خدمتي رضاکارانو لپاره د ۱۰۰ زره سویسي فرانکو د مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې را روانه اونۍ به يو سل او پنځوس  زره نورو سویسي فرانکو نغدي مرسته هم ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS