سرپرست عمومي رٸيس: د رواني ناروغانو معياري درملنه مو لومړيتوب دى

یکشنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په ملتيا هرات ته د خپل سفر په لړ کې د لویدیځ زون د مرستون او رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
سرپرست عمومي رئیس د یاد زون د مرستون او رواني ناروغانو مرکز کې پر وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي وښوده او له اړونده مسئولینو څخه یې د لا ښه خدمت کولو غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي دلاور په لویديځ زون کې د رواني ناروغانو له کلینیک، درملتون، حمامونو، پخلنځي او بیا رغول شوي مسجد څخه هم لیدنه وکړه، رواني ناروغانو ته په پام کې نیول شوي خدمات یې مناسب او د ستاینې وړ وبلل او زياته يې کړه چې د يادو ناروغانو معياري درملنه مونږ ته لومړيتوب لري او د روغتيا برخه کې يې هر ډول همکارۍ ته ژمن يو.