د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کندهار
د دندې عنوان: ښځينه سوپروایزره
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کندهار
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۶۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر : hr@0178
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۷/۲۷
۱۴۰۴/۱۰/۲۷
2026/17/Jan
د دندې موخه
د څارنې او نظارت اړوند کړنو ته وده ورکول او کارکوونکو سره د روغتیا او معافیت اړوند ستونزو په هوارولو کې مرسته کول.
دندې او مسؤولیتونه:
• له ملي پلانونو سره سم د ولسوالۍ لپاره د EPI / PEI کلنی پلان جوړول (د پولیو د له منځه وړلو، روټین معافیت او واکسین په واسطه د مخنیوي وړ ناروغیو کنټرول ګړندی کول)
• د ولسوالۍ د ټیم د همغږۍ په اونیزو غونډو کې د همکارۍ سربېره برخه اخیستل؛ څو د EPI / PEI د مهمو فعالیتونو تطبیق وڅارل شي، په ځانګړي ډول هغه فعالیتونه چی د ولایت په EPI / PEI پلانونو کې مشخص دي.
• د ولسوالۍ په کچه د همغږۍ میاشتنۍ غونډه جوړول او برخه په کې اخیستل او یا هم د ولایتي ټاسک فورس په ناستو کې د EPI/PEI د لومړنیو فعالیتونو د تطبیق او د EPI/PEI د شاخصونو بیا کتلو لپاره.
• د زون او ولایت په کچه په خپل وخت د فیډبک ورکولو په موخه د EPI/PEI ډېټا راټولول(د روټین ډېټا،دSIAs ډېټا،د سرویلانس ډېټا، د EPI/PEI د استعمال ډېټا).
• په منظم ډول د EPI/ PEI پلانونه نوي کول؛ څو تخنیکي سپارښتنې په کې مدغم شي، د پروګرامونو د ریویو په شمول د Rapid Surveillance assessment او National EOC
• ټولو کلسترونو څخه په میاشتني ډول د ریویو راپورونو راټولول او راپور یې جوړول.
• ډاډ ترلاسه کول، چې ټول کارکوونکي اونیز پلانونه لري او د EPI/PEI له ولایتي پلان سره مطابقت لري.
• د مهمو فعالیتونو د تعقیب لپاره د همغږۍ اونیزې ناستې دایرول.
• له نورو همکارانو سره یو ځای د ولسوالۍ په کچه له (CDC,UNICEF,WHO,Rotary ) سره کار کول او په ناستو کې یې ګډون کول.
• د فعالیتونو راپور په خپل وخت وړاندې کول؛ څو دولایتي مسؤلینو او نورو کاري شریکانو په واسطه مرسته ورسره وشي.
• د هغو رضاکارانو، چې له خطر سره د مخ خلکو مرسته کوي، کم تر کمه دوه یا درې ځله څارنه او نظارت ترسره کول.
• په درې میاشتنۍ (ربعوار) شکل د ولسوالۍ په کچه د ټولو رضاکارانو د لاسته راوړنو له ارزونې څخه ډاډ ترلاسه کول.
• د ولسوالۍ په کچه روغتیایي کارکوونکو او د لومړنیو مرستو رضاکارانو ته د هغوی د ظرفیت لوړونې په موخه روزنه ورکول.
• د پروژې له منظور شوي پلان سره سم مالي، امنیتي او عملیاتي مسؤولیتونه په ښه شکل پلي کول.
د دندې شرایط:
• MD ډاکټره وي.
• د واکسینونو برخه کې دوه کلنه تجربه ولري.
• د ټولنې په کارونو کې کاري تجربه ولري.
• په هر ډول شرایطو د سیمې د عرف او دود په اساس کار وکولای شي.
• د ټولنې د وګړو په ژبه خبرې وکولای شي.
• د ایگزیټ د ازموینې سند ولري.
• محرم باید ورسره وي.
• د ولسوالۍ هر کلي ته تګ وکولای شي.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.