د کارموندنې خبرتيا!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۲۵
د کارموندنې خبرتيا

Publish Date

Closing Date

Location

پکتيا

د دندې عنوان: رواني ډاکټره

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: پکتیا

د بست ډول: رسمي، درېیم بست

د بستونو شمېر: ۱

جنسیت: اناث

کاري وخت: پوره ورځ

د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم

د بست کوډ نمبر : hr@0359

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۸/۵/۲۳

۱۴۰۵/۸/۱۳

2026/4/Nov

 

د دندې تفصیل:

• د ماشومانو د رواني ناروغیو په ګډون جامع رواني ارزونې، معاینات او تشخیصي مرکې ترسره کول.

• د هر ناروغ لپاره د درملنې انفرادي پلانونه جوړول، تطبیق او څارنه یې کول.

• د افغانستان کلتوري شرايطو په پام کې نیولو سره د عامو رواني ناروغیو لکه اضطراب، خپګان او له ټراما وروسته د رواني فشار PTSD درملنه کول.

• هغو ناروغانو ته په کور کې د ګرځنده روغتیایي ټیم له لارې خدمتونه وړاندې کول، چې روغتیايي مرکزونو ته د تګ توان نه لري.

• په بستريInpatient) ) او بېرونیوOutpatient) ) څانګو کې له ۲۴ ساعته وړاندې کېدونکو دوامدارو خدمتونو څخه ډاډ ترلاسه کول.

• هغه ناروغان پېژندل، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تاوتریخوالی پېښوي او د ځان ‌وژنې له خطر سره مخ وي او د اړتیا په صورت کې لوړو تخصصي خدمتونو ته راجع کول.

۲. اسناد او راپور ورکول

• د عامې روغتیا وزارتMOPH) ) د معیارونو له مخې د ناروغانو بشپړ، پر وخت او دقیق طبي ریکارډونه ثبتول (د ناروغ تاریخچه، تشخیص او د درملنې پلانونه).

• د رواني روغتیا د فعالیتونو په اړه اونیز او میاشتني راپورونه ترتیبول.

• د ناروغانو د معلوماتي ډېټابېسونو سمه ساتنه او تنظیم تامينول.

۳. همغږي او روزنه

• د څو‌ رشتوي ټیمMultidisciplinary Team) ) د غړي په توګه له نرسانو، سلاکارانو او نورو متخصصینو سره نږدې همکاري کول.

• کارکوونکو ته د دندې پر مهال روزنه، کلینیکي څارنه او تخنیکي ملاتړ برابرول، په ځانګړي ډول نرسانو او سلاکارانو ته.

• د رواني روغتیا د پوهاوي په پروګرامونو او د ټولنې د لاسرسيCommunity Outreach) ) په فعالیتونو کې ګډون کول.

 

د دندې شرایط: 

۱ – د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ام ډي او ارواه پوهنې تایید شوی تحصیلي سند درلودل.

۲- د رواني روغتیا برخه کې یو کال کاري تجربه او یا د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا د کورس تایید شوی سند درلودل.

۳- د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او دري) پوهېدل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.

د عامې روغتیا وزارت د اګزېټ د ازموینې د ورکړې سند لرونکې ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

 

 

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

 

برېښنا لیک:

hr@arcs.af

 

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

0701436832

 

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies