د کابل ښار ۲۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري خوراکي مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۵:۱۶
جمعيت هلال احمر افغاني براي ٢٠٠ خانواده مواد غذايي مساعدت نمود!

نن د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ کال د حوت د میاشتې په لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې د مرکزي ریاست په مرستون کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي مرستیال محترم ملا نورالدین ترابي په لاس د کابل ښار د ګڼو سیمو ۲۰۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو دال نخود، ۱کیلو مالګه، ۲ کیلو بوره او نیمه کیلو چای شامل وو.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال محترم ملا نورالدین ترابي د مرستې د ویش پر مهال د پاکستان هېواد له ایدهي خیریه ټولنې مننه وکړه، چې یاده مرسته یې چمتو کړې وه.

جمعيت هلال احمر افغاني براي ٢٠٠ خانواده مواد غذايي مساعدت نمود!

 

جمعيت هلال احمر افغاني براي ٢٠٠ خانواده مواد غذايي مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS