د مرستون اړوند د بې سرپرسته کونډو د ځان بسياینې په موخه ۱۴ قلمه د خیاطۍ اړوند توکو قرارداد د يوې شفافې داوطلبۍ له لارې د کم قېمت وړاندې کوونکي شرکت ته ورکړ شو.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۸:۵۲
خبرونه

‏نن د ربیع الآخر د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د هغه د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن په شتون کې د مرستون اړوند د بې سرپرسته کونډو د ځان بسياینې په موخه ۱۴ قلمه د خیاطۍ اړوند توکو قرارداد د يوې شفافې داوطلبۍ له لارې د کم قېمت وړاندې کوونکي شرکت ته ورکړ شو.

یادې داوطلبۍ کې ۴ شرکتونو  ګډون درلود؛ چې له ډلې یې د لایق نیازي سوداګریز او لوژستیکي شرکت د کم قېمت وړاندې کولو او داوطلبۍ کې د ټاکل شویو شرایطو په پوره کولو سره ګټونکی شرکت اعلان شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

هلمند کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ګرمسېر، مارجې، سنګین او باباجي ولسوالیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

دغه مرسته د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنيو کاروبارونو اړوند توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ځان بسیاینې په موخه د ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو. . .

BACK TO NEWS