د تورخم په عمري او د کندهار په انځرګي پنډغالو کې پر موظفو کاريګرو نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۹:۵۲
خبرونه

د تورخم په عمري او د کندهار په انځرګي پنډغالو کې پر موظفو کاريګرو نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن شنبه د شوال د میاشتې پر ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې د کار په بدل کې د پیسو په پروژه کې پر  ۴۰ تنو او د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۲۰ تنو موظفو کاريګرو د اړتیا وړ توکو د پېرلو په موخه په ټوله کې یو سل و اتیا زره (۱۸۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هر کارګر ته ۳،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادې پروژې هدف د پنډغالو پاکوالی، راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی او له کډوالو سره د انتقالاتو په چارو کې همکاري کول دي، چې په بدل کې به یې کاريګرو ته معاش هم ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS