د تورخم په عمري او د کندهار په انځرګي پنډغالو کې پر راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۲۰:۴۴
خبر

د تورخم په عمري او د کندهار په انځرګي پنډغالو کې پر راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې  پر ۱۵۰۰ تنو او د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو په ټوله کې ۲۵۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، الوګان، لوبیا، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS