د افغاني سرې میاشتې پلاوي ترکیه کې د حجرالصدقه او دارالایتام خیریه بنسټونو له مسئولینو سره ولیدل 

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۴۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې پلاوي ترکیه کې د حجرالصدقه او دارالایتام خیریه بنسټونو له مسئولینو سره ولیدل 

شنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت د یو پلاوي په مشرۍ د ترکیې هېواد استانبول ښار کې د "حجر الصدقه" او دارالایتام خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره د بشري همکاریو او همغږۍ د پراختیا په موخه جلا جلا ناستې وکړې.

په ناستو کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د يادو بنسټونو د فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغان یتیمانو، بې‌سرپرسته کورنیو او اړمنو لپاره يې د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.

د حجرالصدقه د پروژو مسئول ښاغلي برهان د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او هيله یې وښوده، چې نږدې راتلونکي کې به له افغاني سرې میاشتې سره د روغتیايي او نغدي مرستو سربېره د امرار معیشت، یتیمانو د لاسنيوي او نورو مهمو برخو کې همکاري وکړي.

دا راز د دارالایتام خیریه بنسټ عمومي رئیس وویل، چې د افغانانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه دا مهال په افغانستان کې د دوی له لوري ۷۰۰ یتیمو ماشومانو ته د زده‌ کړو، خوراک، روغتیا، او نورو لومړنیو اړتیاوو برخه کې خدمات وړاندې کېږي او هڅه کوي خپل خدمات لا پراخ کړي.

دواړو خیریه بنسټونو ژمنه وکړه چې له افغاني سرې میاشتې سره د یتیمانو د ملاتړ او اړمنو ته د بېړنيو مرستو د چمتو کولو  برخه کې د ګډ کار ترڅنګ به د بشري همکاریو په پراخولو کې دوامداره هڅې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۱۶۳ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۱۶۳ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS