د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کارکوونکو سره د ملي ټولنې د نوي ریس تعارفي غونډه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
مجلس تعارفی سرپرست ریاست عمومی جمعیت افغانی سره میاشت با کارمندان جمعیت ملی!

نن شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د وږي پر ٦ نیڼه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ریس ښاغلي سید صفت الله قریشي د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اجرایوي مرستیال(سکرترجنرال) ښاغلي ډاکتر محمدنبي برهان، د سکرترجنرال د حمایوي او عملیاتي مرستیالانو ښاغلي الحاج محمد طیب یوسفزي او ښاغلي نوروز علي علیزاده په شتون کې د مرکزي دفتر له ریسانو، کارکوونکو او رضاکارانو سره د ملي ټولنې په لوی تالار کې تعارفي غونډه وکړه.

په غونډه کې ښاغلي قریشي صاحب ټولو کارکوونکو او مسؤلینو ته ډاډ ورکړ؛ ترڅو خپلې کړنې د سرې میاشتې د بنسټیزو اصولو په رڼا کې سرته ورسوي او همدارنګه د بشرپاله خدمتونو په وړاندې کولو کې له هر ډول تبعیض څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS