د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۲:۲۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مل پلاوي سره ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د مرستون له بېلابېلو برخو لکه د داخلي مشمولینو د اوسېدو خونې، تفرېح ځایونو، د حرفوي زده کړو له مرکز او د مرستون له چاپېریال د ليدنې ترڅنګ د بهسودو ولسوالۍ د هډې اخند زاده  سيمې د خلکو له لوري  د رواني ناروغانو د ساتنې او پالنې د معياري مرکز لپاره له وقف شوې ځمکې هم ارزونه وکړه.
ښاغلي مرستيال د مرستون له داخلي مشمولينو سره خبرې وکړې، مسٸولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې،  د هغوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ.

دا راز ښاغلي حافظ عزيز الرحمن  د هډې اخند زاده سيمې له علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو مننه وکړه چې د خير ښېګڼې په نيت يې سرې مياشتې ته ياده ځمکه وقف کړې ده.
په پام کې ده چې د امکاناتو په برابرېدو سره به په ياده ځمکه کې د افغاني سرې مياشتې له لوري د هر ډول اسانتياوو په لرلو سره د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې يو معياري مرکز جوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۲۲
Background image

زابل؛ د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

دوشنبه، ۱۴شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي د لنډمهاله زده کړو او هڅو وروسته بریالۍ پایلې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې د مرستیال په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په اړه ناسته ترسره شوه

دوشنبه، ۱۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په مشرۍ د مرکزي دفتر اړوندو ریاستونو او مستقلو آمریتونو له مسؤولینو سره د اداري پروسو د ساده کولو او د چارو پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

افغاني سرې میاشتې پروان کې د واورې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وکړه

یکشنبه، ۱۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۴. . .

BACK TO NEWS