د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس او مرستيال يې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس او مرستيال يې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره وکتل!

نن سه شنبه د شعبان میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مسئول ښاغلي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره د بشري مرستو د پراختیا په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئيس ددې خیریه ملي ټولنې له لوري د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې، سوري زړه ناروغانو ، بې سرپرسته مېرمنو، پېښځپلو او اړمنو وګړو ته د ترسره کېدونکو خدماتو په هکله تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د یادو خدماتو د پراختیا په موخه یې د یاد سازمان له استازي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې به په بشپړ شفافیت او امانت دارۍ تر مستحقو کورنیو رسوي.
همدا ډول ښاغلي دلاور له افغاني سرې میاشتې سره د اسلامي همکاريو د سازمان له تېرو مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د یاد سازمان مرستې یې د ناچاره او بې وسو کورنیو د لاسنيوي او ملاتړ برخه کې مهمې یادې کړې. 
ورپسې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي ښاغلي طارق علي بخیت ددې خیریه ملي ټولنې لوري په بېلابېلو برخو کې اړمنو او بې وزله کورنیو ته ترسره کېدونکي خدمات وستایل او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS