د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۸:۵۹
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال سره وکتل!

نن سه شنبه د رمضان میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او په عملیاتي چارو کې د نوموړي مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال ښاغلي خلیل ابراهیم اکور او مل پلاوي سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د بېړنیو او اړینو مرستو  برابرولو په موخه ناسته وکړه. 
د ناستې په پيل کې سرپرست سکرتر جنرال د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې د افغاني سرې مياشتې خیریه ملي او بشرپاله خدمتونو ته په کتو د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی او همکاري د ملي ټولنو د بنسټیزو اصولو او نورمونو له مخې د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته د هغوى له اړتیاو سره سم د مرستو برابرولو برخه کې يې د اسلامي همکاريو سازمان څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال د افغاني سرې میاشتې د خدماتو د ستاینې ترڅنګ د اوږد مهاله او دوامداره مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې به هم له افغاني سرې میاشتې سره مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۳:۲۵
Background image

د نړیوالو کاري شریکانو له لوري افغاني سرې میاشتې ته ۸ عرادې موټر وسپارل شول

سې شنبه، ۱۵ شعبان ۱۴۴۷ 
په هېواد کې د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه، د دې ادارې نړیوالو کاري شریکانو افغاني سرې میاشتې ته ۸ عرادې موټر وسپارل.
په دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۵
Background image

بادغيس؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

سې شنبه، ۱۵ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٨٤٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۸:۳۴
Background image

کابل؛ د بېړنيو پروژو د همغږي کوونکي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۱۵ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د بېړنیو روغتیايي پروژو همغږي کوونکي/ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون فوکل پواینټ پر یوه خالي بست د وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه. . .

BACK TO NEWS