د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او فاطمه ګیلاني روغتون د مسئولینو ترمنځ یاد روغتون کې د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې بهیر د پیل او چمتووالي په موخه ناسته وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۷:۸
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او فاطمه ګیلاني روغتون د مسئولینو ترمنځ یاد روغتون کې د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې بهیر د پیل او چمتووالي په موخه ناسته وشوه!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې خیریه ملي ټولنې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او سرپرست سکرترجنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د فاطمه ګیلاني روغتون له روغتیاپالانو سره یاد روغتون کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې او عملیاتو برخه کې د لازمو تجهیزاتو برابرولو او شته ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د سوري زړه ناروغانو د درملنې، یاد بهیر کې د چټکتیا او لګښتونو د کمښت له مخې د دې روغتون فعالول مهم وبلل او روغتیاپالانو سره یې د اړینو تجهیزاتو برابرولو برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه. همدا راز ښاغلي دلاور یاد روغتون کې د متخصصو روغتیاپالانو ګمارنه، له خیانت څخه مخنیوی او د بېوزله ناروغانو په درملنه کې له سستۍ څخه ځان ساتل د ټولو ګډ مسئولیت یاد کړ او روغتیاپالانو ته یې لارښوونه وکړه، ترڅو د اړمنو او بې وزله هېوادوالو په درملنه کې له بشپړ صداقت او اخلاص څخه کار واخلي.
ورپسې روغتیاپالانو خپلې اړتیاوې، تجربې او وړاندیزونه د رهبرۍ له غړو سره شریک کړل او د روغتون د لا ښه والي او په غوره توګه د خدماتو وړاندې کولو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS