د افغاني سرې میاشتې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو د سوري زړه ناروغانو د درملنې او عملیاتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۷:۲۳
سره میاشت

د افغاني سرې میاشتې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو د سوري زړه ناروغانو د درملنې او عملیاتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه!

نن پنجشنبه، د ذو القعدې میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې استازو او د اسلامي همکاریو سازمان په استازولۍ ښاغلي خلیل ابراهیم اوکور او دوکتور توفیق احمد، د کابل په دوو روغتونونو (آريانا او سټار) کې د سوري زړه په رنځ د اخته هغو ناروغانو ليدنه وکړه چې د سرې میاشتې په همغږۍ او د یاد سازمان په مالي مرسته دې روغتونونو ته د درملنې او عملياتو په موخه ورپېژندل شوي وو. 

په دې لیدنه کې ښاغلي خليل ابراهیم  د افغاني سرې میاشتې او د یادو روغتونونو د روغتیايي کارکوونکو هڅې، منظم مدیریت او د ناروغانو درملنې ته ژمنتیا وستایله او  زیاته یې کړه چې د پېچلو ناروغیو له امله د اغېزمن شویو معصومو ماشومانو ملاتړ زمونږ د ټولو اخلاقي او انساني مسؤولیت دی او ویې ویل چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغاني سرې میاشتې سره په ګډه هڅه کوي څو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د دا ډول خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

ښاغلي اوکور د ناروغانو سرپرستانو ته په خطاب کې  د بېوزلو ناروغانو درملنه یو ستر بشري خدمت یاد کړ او له لوی څښتن تعالی څخه یې  د ناروغانو لپاره د عاجلې او کاملې شِفا غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې مزایده ترسره شوه

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې په موخه د مزایدې ناسته ترسره شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS