جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۴۵ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۵:۵۹
جمعیت هلال احمر افغانی برای ۳۴۵ خانواده نیازمند در ولایت جوزجان مواد غذایی مساعدت نمود!

د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن شنبه د روان ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر ۳مه نېټه ۳۴۵ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو شین چای، ۴ کیلو مالګه او ۲ پاکټ BP۵ بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه او په شمال زون کې د افغاني سرې میاشتې د رییس شیخ یار محمد په شتون کې وویشل شوه.

تېره ورځ هم د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشل شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۴۴
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۱۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS