تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۲۱
خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
د ډنمارک د سره صلیب د آسیایي او اروپایي چارو مسئولې آغلې کِرن، د افغاني سرې میاشتې د مرکزي مرستون له بېلابېلو څانګو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

لغمان/ پروان:
د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د بدیع الآباد سيمې او علینګار په ولسوالۍ کې له ٢٧ او د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې له ٢ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۵ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

هرات:
د پشت کوه ولسوالۍ په آب کل کلي کې ۱۲۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار په بدل کې د پیسو په لومړي پړاو کې په ټولیز ډول یو میلیون او څلور سوه پنځه دېرش زره (۱،۴۳۵،۰۰۰) افغانۍ مزد ورکړل شو.

هلمند:
د سویل لویدیځ زون په کچه د کنټرول مدیرانو ته د اسنادو د کنټرول، طریقې او طرز العمل په اړه د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

پکتیا:
د سویل ختیځ زون د ریاست او د یاد زون اړوند د پکتیا ولایت د ولایتي څانګې ریاست کارکوونکو او د ولایتي مجامع غړو ته د ځانګړې اونۍ د هدف او د دې اونۍ د ارزښت په مناسبت غونډې ترسره شوې.

پنجشېر:
۸۱۷۱ تنو ناروغانو ته د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې په بېلابېلو سیمو کې روغتیایي خدمات ترسره شوي.

بلخ:
۱۰ تنو رضاکارانو ته د اقلیمي بدلون تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

BACK TO NEWS