بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۲۶
خبرونه

بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بلخ  ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۶۵۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو سره، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز او د بلخ ولایت د نمایندګۍ د رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي په شتون کې په ټولیزه توګه نولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د بلخ ولایت د نمایندګۍ رئیس په خپلو خبرو کې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نغدو پيسو د وېش په تړاو د تفصیلي وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د یادو تثبیت شوو اړمنو او پېښځپلو د ثبت او پېژندنې په برخه کې بشپړ شفافیت په پام کې نیول شوی.
نوموړي د ژمي د موسم په را رسېدو دا ډول نغدي مرستې اغېزمنې وګڼلې او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې بشرپالې ملي ټولنې په توګه د ټول هېواد په کچه د اړمنو، بې سرپرسته او پېښځپلو د لاسنيوي په پار دوامداره هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې نغدي مرستې وېش به په نږدې ورځو کې په فاریاب، بغلان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS