بلخ ولايت کې ٣٠١٩٩ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۳:۴
خبرونه

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٨٦٦٠ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٨٤ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٤٢٢٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ١٣٤٨٩ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢١٠٧ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ١٧٦ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٢٥٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۸:۵۳
Background image

بلخ؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۷:۵۴
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په حاجي عالم ګل کلي کې له یوې کورنۍ سره، چې د سختو بارانونو د ورښت او د خونې د چت پرېوتو له امله ورته مالي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۷:۴۹
Background image

پروان کې د واورې ورښتونو له امله ۱۳ زيانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ پر ۱۳ کورنیو، چې د واورې د ورښت له امله زیانمنې شوې وې؛ یو سل و نهه څلوېښت زره او پنځه سوه (۱۴۹،۵۰۰). . .

BACK TO NEWS