بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې
سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۵۲۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د ټپونو د پانسمان، د واکسینونو د تطبیق، د خوارځواکۍ د درملنې، له زېږون مخکې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او د کورنۍ د تنظیم خدمتونه وړاندې کړي دي. همدارنګه ۱۵۹۵ ناروغانو ته لازمې روغتیايي مشورې هم ورکړل شوې دي.
