بادغیس کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۵۳
بادغیس کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بادغیس ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره ۱۹.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۵ لیټره غوړي ورکړل شول.
دغه راز، هرې کورنۍ ته ۱ جوړه بوټان هم ورکړل شول.
تمه ده، دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

BACK TO NEWS