افغاني سره میاشت؛ د ستراتیژیک پلان جوړولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۴۶
افغاني سره میاشت؛ د ستراتیژیک پلان جوړولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۸ صَفَر، ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي چارو مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي حافظ عزت‌ الله امین، د مرکزي دفتر رئیسانو، سلاکارانو، مستقلو آمرینو، په افغانستان کې د آی سي آر سي نړیوالې کمیټې او ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د استازو په شتون کې د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د ستراتیژیک پلان جوړولو په تړاو د تېرو ناستو په تعقیب د یو اغېزمن او ستونزو ته د ځواب ویونکي ستراتیژیک پلان جوړولو په هکله ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د عملیاتي چارو مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یوه غوره ستراتیژیک پلان د جوړولو په برخه کې د دې خیریه ملي ټولنې د لوړې او منځنۍ کچې کاري ټيمونو هڅې وستایلې او ویې ویل څوک چې د خیر په کار کې هڅه کوي الله تعالی یې په کار او عمل کې برکت اچوي.
 نوموړي زیاته کړه موږ هڅه کوو چې خپل ټول ظرفیتونه د خلکو د اړتیاوو د دقیقې ارزونې، چټکې ځواب وینې او دوامدارو خدماتو وړاندې کولو لپاره وکاروو.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو د خپلو خدماتو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نوي ستراتیژیک پلان د جوړولو په برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې هم شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

هلمند کې د اور لګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت، مرکز لښکرګاه اړوند په مهاجرینو سیمه کې د اور لګېدنې له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د ۳ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

باميان؛ زرګونو اړمنو هېوادوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ١٩ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د باميان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧١٧٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۸:۳۴
Background image

هرات؛ د ځان بسياينې په موخه بې‌سرپرسته کورنیو ته اوزې او چرګې ورکړل شوې

سې شنبه، ۱۸ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون مرستون له لوري د هرات ولایت، انجیل ولسوالۍ په کدستان کلي کې پر ۱۲ بې سرپرسته کورنیو د دوه سوه شپاړس زره (۲۱۶،۰۰۰) افغانیو په. . .

BACK TO NEWS