کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول
پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه زده کوونکي د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
دغو زده کوونکو د اسلامي زده کړو، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، لیک لوست او ریاضي په برخو کې زده کړې ترسره کړې دي.
افغاني سره میاشت د هېواد په کچه د خپلو ۳۷ ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د لنډمهاله وړیا زده کړو او مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابروي؛ څو وکولی شي په ټولنه کې فعال او اغېزمن رول ولوبوي.
