میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، ۸۰۰ ګرامه رُب، نیم کیلو شین چای او نیم کیلو بسکوېټ شامل وو.
دغه مرسته د راستنېدونکو او بې سرپرسته کورنیو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، څو د هغوی پر اقتصادي ستونزو تر یوه بریده د فشار کچه راکمه شي.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، څو راستنېدونکو کډوالو، بې سرپرسته او نورو اړمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
