د نړیوال فدریشن د آسیا پسیفیک له رئیس سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي لیدنه!

arcs_website_admin
Tue, Sep 28 2021 3:22 PM
دیدار مولوی سید صفت الله قریشی، رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی جمعیت های ملی  برای آسیاپسیفیک!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د اسیاپسیفیک له رئیس ښاغلي الکسندر میتیو سره په داسې حال کې وکتل، چې د ملي ټولنې سرپرست مرستیال ښاغلي محمد نعیم اعتماد، سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان، د سکرترجنرال مرستیالانو او یو شمیر رئیسانو هم ګډون درلود.

پدې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي او غیر طبیعي پیښو پر پایلو، پیښو ته پر غوره ځواب ورکونه او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړیوال فدراسیون ترمنځ پر لا غوره همغږۍ بحث او خبرې وشې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي د سره صلیب او سرې میاشتې د آسیا پسیفیک رئیس ښاغلي الکسندر میتیو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ؛ مننه وکړه چې پدې سختو او ترینګلو بشري حالاتو کې افغانستان ته راغلی او د بشري مرستو په برخه کې د سرې میاشتې له لوري د هر ډول همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي قریشي زیاته کړه: « د هیواد په کچه د یوه لوی تغیر سره سره په افغاني سرې میاشتې ټولنه کې کوم تغیر ندی راغلی او زموږ بشرپاله کړنې له هر ډول ځنډ او خنډ پرته پر مخ روانې دي، له خپلو ټولو کاري شریکانو سره مو ناستو سره سم د مرستو او همغږیو ډاډ ورکړی دی، له نیکه مرغه سره میاشت د یو کاري او تجربه کار ټيم لرونکې اداره ده چې یو ځل بیا یې خپله ژمنتیا راسره تازه کړې ده، د لا غوره کاري ټیم د جوړښت او کارونو د ښه تنظیم په موخه به په راتلونکې کې د یوشمیر بدلونونو شاهدان و اوسو، زموږ ډیر ټينګار د سرې میاشتې پر خپلواکی او بې پلوۍ دی، که هرڅوک وغواړي د افغاني سرې میاشتې ټولنې په چارو کې مداخله وکړي موږ له خپلې خپلواکۍ او بې طرفۍ ساتنه کوو او دا موضوعات مو د حکومت له لوړ پوړو مسؤلینو سره هم شریک کړې دي.

د ترسره شویو سروې ګانو او څيړنو له مخې دمګړۍ په افغانستان کې له ۱۹ تر ۲۵ میلیونه وکړي د وچکالۍ، لوږې او کډوالۍ له بحران سره مخامخ دي، چې پدې برخه کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون په ځانګړې توګه آسیاپسیفیک ځانګړې پاملره غواړم. دا په داسې حال کې ده چې په اتلسو وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې د اړمنو وګړو د لاسنیوي په موخه څو میاشتې وړاندې هم د سرې میاشتې له لوري نړیوال اپیل (د مرستو جلب) وړاندې شوی دی». نوموړي وویل، له نړیوال فدراسیون څخه مو هیله داده؛ ترڅو د همغږۍ د لا بهبود او غوراوي په موخه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپلې استازولۍ پرانیزي.

د سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي سیدصفت الله قریشي په خپلو خبرو کې و ویل: سره میاشت د مرستندویه بنسټونو او اړمنو وګړو ترمنځ د ارتباطی پله په توګه، له ټولو بشرپاله ملي او نړیوالو بنسټونو، ملي سوداګرو او خیرپالانو سره ژمنه کوي؛ ترڅو په هره سیمه کې تر هر ډول شرایطو لاندې د مرستو رسولو زمینه برابره او همدارنګه د یادې ټولنې له لارې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکوو.

ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي زیاته کړه: د سرې میاشتې په هغه برخو کې چې د میرمنو ونډه ډیره اړینه ده، زموږ ټولې ښځینه همکارانې په نورمال ډول خپلې دندې پرمخ وړي.

بل پلو د سره صلیب او سرې میاشتې د آسیاپسیفیک رئیس ښاغلي الکسندر میتیو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه له تود هرکلي څخه مننه وکړه او د ملي ټولنې نوي رئیس ښاغلي سید صفت الله قریشي ته یې د نوې دندې د مبارکي ترڅنګ؛ د ښه مدیریت، غوره همغږۍ او په ډیر کم وخت کې د پام وړ بشرپاله مرستو رسولو څخه مننه وکړه. نوموړي همدارنګه په بشرپاله مرستو کې د ښځو پرونډه ټینګار وکړ.

ښاغلي الکسندر میتیو زیاته کړه: داچې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په هیواد کې یو پیاوړی ملي او بشرپال بنسټ دی، اړینه ده ترڅو پر لا ډیرو لویو روغتیایي، د میرمنو د پرځان بسیاینې، د څښاک پر پاکو اوبو او نورو بشرپالو پروژو کاروکړي، چې موږ په دې برخه بشپړۍ همکارۍ ته تیار یو.

د ناستې په لړ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د نقدو پیسو د ویش، حرفوي زده کړو، د میرمنو د پرځانبسیاینې پر پروژو او کوید۱۹ واکسین پر بریالي تطبیق هم خبرې وشوې.

د یادې لیدنې په پای کې د سره صلیب او سرې میاشتې د آسیاپسیفیک رئیس ښاغلي الکسندر میتیو له ناستې څخه په خوښۍ سره وویل: موږ کولی شو د سرې میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو د پیغامونو څخه په ګټې اخیستنې سره له ټولو کاري شریکانو څخه د لا ډیرو مرستو او ملاتړ د راجلبولو غوښتنه وکړو.

Latest news

Mon, Apr 27 2026 9:48 PM
Background image

Kabul: ARCS Provides Cash Assistance to Child with Eye Disease for Treatment

Monday, April 27, 2026

 

Upon the directive of the General President of the ARCS, Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, cash assistance was provided to a child from Takhar province. . .

Mon, Apr 27 2026 9:07 PM
Background image

ARCS Vice President Arrives in Mazar-e-Sharif to Inaugurate Water Projects in Balkh and Samangan

Monday, 27 April 2026

 

The Vice President of the ARCS, Hafiz Azizur Rahman, has arrived in Mazar-e-Sharif to inaugurate safe drinking water projects in Balkh and Samangan provinces.

. . .
Mon, Apr 27 2026 8:55 PM
Background image

Kabul: Five-Day Exhibition for Marketing Products of ARCS Beneficiaries Opens

Monday, April 27, 2026

 

A five-day exhibition aimed at marketing and supporting the products of residents of the central Marastoon and vulnerable families has been launched by the. . .

BACK TO NEWS