کاپيسا ولايت کې ٥٦٩٨ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

کاپيسا ولايت کې ٥٦٩٨ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٩٣٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٢٨ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٣٤٣ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٣٤٣ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٨٥ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣٤٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٢٤ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.