۳۵ تنه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته و سپارل شول!

arcs_website_admin
Sun, May 11 2025 12:43 PM
خبرونه

۳۵ تنه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته و سپارل شول!

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له مرکز څخه نن یکشنبه، د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۳مه، ۱۸ نارینه او ۱۷ تنه ښځينه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته د دې خيریه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست ښاغلي  مېلن ګېزداویک، مل پلاوي او  يو شمېر نورو مسئولینو په شتون کې خپلو کورنيو  ته وسپارل شول.

کورنیو ته د یادو روغو شویو رواني ناروغانو د سپارلو پر مهال سرپرست عمومي رئیس د تداوي شویو رواني ناروغانو پر روغتیا خوښي وښوده او د روغو شویو رواني ناروغانو ترڅنګ یې د هغوی کورنيو ته  مبارکي ورکړه.

ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې په یاده ناروغۍ د اخته کېدو اصلي لامل تېرې پرلپسې ناخوالې او ورځنۍ ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه "  افغاني سرې میاشتې د یادې ستونزې د حل په پار د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې په ټولو مرکزونو کې د ناروغانو د ښې پالنې او درملنې په موخه متخصص روغتیاپالان او کارکوونکي ګمارلي چې رواني ناروغانو ته د درملو، خوراک، څښاک، پوښاک او پاکوالي برخه کې هر اړخیز خدمات وړاندې کوي او د هغوی د روغتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي."

ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسئول د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې برخه کې د افغاني سرې میاشتې د هڅو ستاینه وکړه او یاده یې کړه چې کندهار ولایت کې د ښځينه رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د روغتیايي خدماتو په موخه د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسفيک سیمه یيز مسئول له خپلې  بودیجې څخه د ۱۰۰ زره سویسي فرانکو د ځانګړي کولو ژمنه کړې او دې برخه کې یې د لا ډيرو مرستو چمتو کولو ډاډ وړاندې کړ.

غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون رئیس ډاکتر عبدالولي اتمانزي هم د هېواد په کچه په (کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز) ولایتونو کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکزونو کې د ترسره کېدونکو خدماتو په هکله معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې دا مهال ۹۱۶ تنو ناروغانو ته په رواني مرکزونو او ۴۵۶۸ تنو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي او وخت په وخت د اړونده روغتياپالانو له لوري د اړتیا وړ درمل ورکول کیږي. 

همدارنګه ناسته کې د روغو شویو رواني ناروغانو په استازولۍ ۳ تنو روغو شویو اشخاصو په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د افغاني سرې میاشتې مننه وکړه چې د دوی د روغتیا برخه کې یې هلې ځلې کړي دي او د هېواد له خیرپاله شتمنو او مرستندویه بنسټونو یې غوښتنه وکړه، څو له افغاني سرې میاشتې څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

د یادونې وړ ده چې روغو شویو رواني ناروغانو ته د رخصت کېدو پر مهال پنځه پنځه زره افغانۍ، جامې، څپلۍ او ځينې نور اړین توکې هم ورکړل شول، څو وکولی شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 10:09 AM
Background image

Kabul: ARCS and Japanese Red Cross Emphasize Continuation of Humanitarian Cooperation

Thursday, October 1, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, held an online meeting with Mr. Yasuo Tanaka, Special Representative for International. . .

Thu, Oct 01 2026 5:47 AM
Background image

Uruzgan: Thousands of Patients Receive Health Services Over the Past Month

Thursday, October 1, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,137 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Wed, Sep 30 2026 2:25 PM
Background image

Kunar: AFN 3.4 Million Retaining Wall Project Begins

Wednesday, September 30, 2026

 

The ARCS has launched a retaining wall construction project worth AFN 3.4 million in Baharabad village of Sarkani District, Kunar Province.

Through. . .

BACK TO NEWS