پیغامونه

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ د نړيوالې ورځې په مناسبت، د ولسمشر پيغام

photo-of-President-Ghani.jpg

خوښ يم چې يو ځل بيا د افغاني سرې مياشتې ټولنې د ملاتړ په توګه، د بشرپالو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ نړيواله ورځ د هيواد په کچه لمانځو.

تر ټولو دمخه، د ملي ټولنې لارښود پلاويو، کارکوونکو، رضاکارانو او غړو ته د افغاني سرې مياشتې ټولنې د نړيوالې ورځې مبارکي وايم. د افغاني سرې مياشتې ټولنه چې په ملي او نړيواله کچه، په بشرپالو خدمتونو کې څه دپاسه اتيا کاله قدامت لري، خپلې چارې يې د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ د بنسټيزو اصولو په رڼا کې د طبيعي او غير طبيعي پيښو زيانمنو ته د بشرپالو خدمتونو په برخه کې ترسره کړي دي.

اوس مهال هغو بشرپالو اړتياوو ته په کتو سره چې د هيواد په کچه شتون لري، دا خيرپاله ټولنه د هيواد په ليرې پرتو سيمو کې د پيښو زيانمنو او اړمنو ته له هر ډول توپير څخه پرته، له ارزښت ډک بشرپال خدمتونه وړاندې کوي چې مثبتې اغيزې يې درلودلي دي.

په ټولنه کې د ژوند او انساني کرامت څخه په ملاتړ کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې ونډه څرګنده ده، او زمونږ متدين او خيرپال ملت له دې سترې موخې څخه قدرداني او ملاتړ کوي.

ځای لري چې په بشرپالو خدمتونو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د ملاتړ په توګه، ددې خيرپال، ناپلوه او خپلواک بنسټ څخه قدرداني وکړو او بشرپالې کړنې يې وستايو.

په پای کې له لوی خدای څخه غواړم چې د ملي ټولنې ټولو اراکينو او منسوبينو ته لازيات توفيق ورپه برخه کړي، ترڅو په وخت سره، هر ځای د هر چا لپاره د پيښو د زيانمنو د اړتياوو پوره کولو ته ور ودانګي.

 

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر


 

 

د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغاني سرې مياشتې ټولنې د سکرترجنرال پيغام!

IMG_3220.PNG

ګرانو هيوادوالو!

خوشحاله يم چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ د رارسيدو په درشل کې يو. د سرې مياشتې ځانګړې اونۍ هر کال د تلې مياشتې له(۲۴څخه تر۳۰مې )نيټې پورې ددې ټولنې د مالي بنسټ د پياوړتيا پخاطر د مرستو په راټولولو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر په ملاتړيز پيغام د هيواد په ګوټ ګوټ کې د دولتي ادارو د استازو، علماوو، مخورو او رضاکارانو په ګډون د غونډو په ترڅ کې لمانځل کيږي.

ددې اونۍ په ورځو کې د ملي ټولنې په نښان سمبال کارکوونکي او رضاکاران د هيواد په مرکز او ولايتونو کې د ښاغلو ملي سوداګرو، ځانګړو متشبثينو، هټيوالو، د نقليه وسايطو چلوونکو، ښوونيزو بنسټونو، محصلينو، زده کوونکو او د هيواد نورو خيرپالو خلکو څخه مرستې راټولوي.

لکه څنګه چې خبر ياست، وسله والې نښتې، د طبيعي پيښو رامنځته کيدل، د ناروغيو خپريدل او نورې اقتصادي او ټولنيزې ستونزې د هيواد د زياتو خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی او هغوی يې دې ته  اړ کړي ترڅو دغې خيرپالې ټولنې ته مخه وکړي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنه د يو بشرپال، ناپلوه او خپلواک بنسټ په توګه خپله دنده بولي ترڅو د خپل توان او امکاناتو تر بريده د هيواد خيرپالو خلکو سره په ګډو هلو ځلو د پيښو د زيانمنو اړتياوو ته ځواب ووايې.

خويندو او ورونو!

باور لرم چې تاسې د خپلو اړو او مصيبت ځپلو همبڼو د لاس نيوي او هغوی ته د مرستې هيله لرئ. د افغاني سرې مياشتې ټولنې ځانګړه اونۍ ستاسو ددې هيلو د ترسره کولو لپاره يو غوره فرصت دی. ځکه، سره مياشت ستاسو ټولې شوې مرستې د اړتيا په مهال د پيښو زيانمنو ته رسوي او له هغې څخه د انساني کړاونو د راکمولو لپاره ګټه پورته کوي، نو پدې توګه سره مياشت د ځانګړې اونۍ په ورځو کې لاسونه ستاسو خوا ته غځوي او هيله لري خيرپال هيوادوال يې تش پرې نږدي. د سرې مياشتې بنسټ د هيواد د زړه سواندو او خيرپالو خلکو په هلوځلو ايښودل شوی او د سرې مياشتې بشرپال خدمتونه د هغوی په مرستې او همکارۍ پايښت موندلی دی.

هيله لرم چې د هيواد سخاوتمند او شتمن خلک په دې غوره پروسه کې په خپلې ونډې سره خپله ديني وجيبه ، انساني رسالت او بشري عاطفه د مرستو په ورکړې سره ځلانده کړي.

په درنښت

ډاکټر نيلاب- مبارز

د افغاني سرې مياشتې ټولنې سکرترجنرال