د مشعل بیات ښوونځي څخه ۴٢ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګيو فارغ شول

arcs_website_admin
Wed, Dec 11 2024 1:20 PM
خبرونه

د مشعل بیات ښوونځي څخه ۴٢ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګيو فارغ شول

نن چهارشنبه د جمادي الآخره د میاشتې پر ۹مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د مشعل بیات ښوونځي د دولسمو ټولګيو د فارغانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د مرکزي دفتر د ځېنو ریسانو، آمرینو، د پنځمې ښوونيزې حوزې د آمر، استاذانو او د فارغینو د والدینو په شتون کې ترسره شوه.
یاده غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د اسلام له نظره د علم او پوهې په ارزښت د تفصیلي وینا ترڅنګ له مشعل بیات ښوونځي څخه فارغ زده کوونکي په علمي او فرهنګي لحاظ د ټولنې لپاره ارزښتمن وبلل. نوموړي په خپلو خبرو کې د فارغو زده کوونکو هڅې او زحمتونه وستایل او هغوی ته یې راتلونکي کې د لا ډېرو هڅو ترسره کولو او لوړو زده کړو ترلاسه کولو سپارښتنه وکړه.
یاده غونډه فارغو زده کوونکو او په علمي ډګر کې ځلېدلیو ښوونکو ته د تصديق پاڼو او ډالیو په وېش پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 5:47 AM
Background image

Uruzgan: Thousands of Patients Receive Health Services Over the Past Month

Thursday, October 1, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,137 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Wed, Sep 30 2026 2:25 PM
Background image

Kunar: AFN 3.4 Million Retaining Wall Project Begins

Wednesday, September 30, 2026

 

The ARCS has launched a retaining wall construction project worth AFN 3.4 million in Baharabad village of Sarkani District, Kunar Province.

Through. . .

Wed, Sep 30 2026 1:01 PM
Background image

Jawzjan: Emergency Assistance Provided to Nine Families Affected by Fire

Wednesday, September 30, 2026

 

The ARCS provided emergency assistance to nine families who suffered financial losses due to a fire in Bala Mardian village of Faizabad District,. . .

BACK TO NEWS