بغلان؛ ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن شول
یکشنبه، ۱۳ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جګړو او وچکالۍ له امله ۵۰۰ زیانمن بزګران د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمن شول.
یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هر بزګر ته ۲۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو کې هم پر ۳۰۰۰ زیانمنو بزګرانو ۶۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د اړمنو بزګرانو لاسنیوی وکړي، د هغوی ستونزې را کمې او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
