کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه ترسره شوه

arcs_website_admin
Sun, Oct 18 2026 11:40 AM
K

یکشنبه، ۶ جمادي‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالغني برادر او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور، د کابینې يو شمېر غړو او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او يو شمېر نورو نړيوالو کاري شريکانو استازو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ځانګړې اونۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، د دې اونۍ له لارې د مرستو راټولول، د بېوزلو، بې‌ سرپرسته کورنیو او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو د لاسنیوي لپاره مهم فرصت برابروي. هغه د بشري خدمتونو د پراختیا او د خلکو او سرې میاشتې ترمنځ د باور په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ورپسې د ریاست‌ الوزرا ملاتړيز پیغام د ا.ا.ا د مرستیال ویاند ښاغلي مولوي حمد الله فطرت له خوا ولوستل شو. په پیغام کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشري فعالیتونو ستاینه شوې وه او له شتمنو، سوداګرو، صنعت‌ کارانو او دیني عالمانو غوښتنه شوې وه چې د اړمنو او زیانمنو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره د دې ټولنې له لارې خپلې مرستې تر مستحقو کورنیو ورسوي. په پیغام کې له کارکوونکو او رضاکارانو هم غوښتل شوي وو چې خپلې دندې په اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل، د اړمنو خلکو لاسنیوی یوازې د یوې ادارې مسؤولیت نه دی، بلکې شتمن، سوداګر او صنعت‌ کاران هم باید په دې برخه کې خپل مسؤولیت اداء کړي. نوموړي د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو او د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې خدمتونه مهم وبلل او د دغو خدمتونو د دوام او پراختیا لپاره یې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر يوهانس بروور د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اوونۍ پرانیسته او د ۲۰۲۷–۲۰۲۹ کلونو لپاره د دواړو ادارو ترمنځ د مشارکتي تړون لاسلیک کېدل د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا مهم فرصت وباله. نوموړي د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو د هڅو ستاینه وکړه او د راتلونکو درېیو کلونو په ترڅ کې یې د بشري فعالیتونو د ملاتړ لپاره د ګډې ژمنتیا یادونه وکړه.

همدارنګه په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرستې آغلې مري منریک د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له خدمتونو مننه وکړه. هغې په ځانګړي ډول لرې پرتو او ستونزمنو سیمو ته د لاسرسي برخه کې د رضاکارانو فعالیتونه وستایل او د بشري مرستو د رسولو پر مهال یې د بې‌ طرفۍ، خپلواکۍ او انساني کرامت ته د درناوي پر اصولو تاکید وکړ.

د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور د هېواد د وروستیو ناخوالو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو او راستنو شویو کډوالو ستونزو ته اشاره وکړه. نوموړي وویل، د دغو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د کورنیو او نړیوالو خیریه بنسټونو همکاري اړینه ده او د افغاني سرې میاشتې خدمتونه یې په دې برخه کې ارزښتناک وبلل.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مولوي عبداللطیف منصور د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو شویو خلکو د لاسنیوي په برخه کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او د ځانګړې اونۍ له لارې یې د دې ټولنې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي افغاني سره میاشت خپلواکه او بې‌ طرفه بشري اداره وبلله او ویې ویل، چې دغه ټولنه راستنو شویو کډوالو، اړمنو ناروغانو، بې‌ سرپرسته کورنيو او د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د اړتیاوو له مخې خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي د بېړنیو حالاتو پر مهال د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلله.

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغاني سرې میاشتې په هر ډول شرایطو کې د خلکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه کړې او د ستونزو پر مهال له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره فعالیت کوي. نوموړي د دې ټولنې د بشري خدمتونو د ملاتړ په برخه کې د کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو له همکارۍ مننه وکړه او د دغو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

حنفي له شتمنو هېوادوالو وغوښتل چې د ژمي د رارسېدو په درشل کې د اړمنو او مستحقو کورنیو د لاسنیوي لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي او د هغو خلکو اړتیاوې له پامه ونه غورځوي چې د ژمي په سړو ورځو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه خیریه ټولنه د هېواد په اوو زونونو او ۳۴ ولایتونو کې د خپلو سیمه ییزو دفترونو او نمایندګیو له لارې اړمنو خلکو ته بشري خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت په مرستونونو کې بې‌ سرپرسته مېرمنو او ماشومانو ته د اړتیا وړ مرستې برابروي او د هغوی د ځان‌ بسیاینې لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرامونه هم ترسره کوي. هغه همدارنګه د رواني ناروغانو او د زړه سوري ناروغۍ لرونکو ماشومانو د درملنې او هغوی ته د ترسره کېدونکو بشري خدمتونو په اړه معلومات شریک کړل.

ښاغلي دلاور وویل افغاني سرې میاشتې د روان کال په ترڅ کې اړمنو، د پېښو له امله زیانمنو شویو او راستنو شویو وګړو ته د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت مرستې وېشلې دي. نوموړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او نورو نړيوالو کاري شريکانو همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

هغه د بشري مرستو د وېش پر مهال د امانتدارۍ، روڼتیا او د فساد د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مرستو په امانت کې خیانت د اړمنو خلکو له حقونو سره خیانت دی.

د غونډې په پای کې د افغاني سرې میاشتې او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د راتلونکو ۳ کلونو لپاره مشارکتي تړون هم لاسليک شو.

د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې په اوو سیمه ییزو زونونو او اړوندو نمايندګیو کې هم د ځانګړې اونۍ پرانیستې غونډې ترسره شوې.

Latest news

Mon, Oct 19 2026 11:08 AM
Background image

Nangarhar: AFN 23 Million in Cash Assistance Distributed to 1,000 Vulnerable Farmers

Monday, October 19, 2026

 

The ARCS distributed AFN 23 million in cash assistance to 1,000 vulnerable farmers in Achin District of Nangarhar Province.

The assistance was provided by. . .

Mon, Oct 19 2026 11:06 AM
Background image

Parwan: Health Kits Distributed to 140 Flood-Affected Families

Monday, October 19, 2026

 

The ARCS distributed health kits to 140 flood-affected families in Shinwari, Siyahgird, and Bagram districts of Parwan Province.

The assistance was. . .

Mon, Oct 19 2026 8:25 AM
Background image

Special Week: Türkiye Chinar Clinic Donates $5,000 to the ARCS

Monday, October 19, 2026

 

As part of Special Week, Türkiye Chinar Clinic donated US$5,000 in cash to the ARCS to support people in need, returning refugees, people affected by. . .

BACK TO NEWS