پکتیا؛ د جګړو له امله زیانمنو ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۲۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د جګړو له امله زیانمنو ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هر بزګر ۲۳ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
دا نغدي مرسته د زیانمنو بزګرانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د جګړو له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه ووېشل شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو، جګړو او نورو بشري ناورینونو له امله د زیانمنو کورنیو او ټولنو د ملاتړ په موخه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
