کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون روغتیايي پرسونل ته د نوي معلوماتي سيستم د کارونې اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
K

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مرکزي روغتون د ګډې همکارۍ په پایله کې د روغتون د بېلابېلو څانګو لپاره نوی منظم معلوماتي سیستم (ډېټابېس) جوړ او د کارونې لپاره چمتو شوی، چې د کارونې د څرنګوالي په اړه یې د روغتون روغتیايي پرسونل ته اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دا سیستم د دې لپاره جوړ شوى، چې د روغتون پرسونل وکولی شي د ناروغانو ثبت، معاینات، اکسری، بستر کول او د درملو ورکړه په یوه واحد سیستم کې تنظیم او ثبت کړي.

تمه ده چې د دې سیستم په کارولو سره د ناروغانو د خدمتونو بهیر چټک او د روغتون د چارو مدیریت لا منظم شي.

د ورکشاپ لومړۍ ورځ، چې د مرکزي روغتون په تالار کې ترسره شوه، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست تخنیکي همکارانو د یاد سیستم د کارونې په اړه روغتیايي پرسونل ته عملي روزنه ورکړه، چې پکې ګډونوالو ته د سیستم د بېلابېلو برخو د کارونې څرنګوالی ور زده کېږي؛ څو وکولی شي په راتلونکي کې یې د ناروغانو د ثبت او خدمتونو په بهیر کې په سمه توګه وکاروي.

په دې روزنه کې د مرکزي روغتون د پذیرش، ډاکټرانو، غاښونو، نرسانو، لابراتوار، اکسری او درملتون څانګو روغتیايي پرسونل ګډون لري.

د دغه سیستم په فعالېدو سره به د ناروغانو اړوند معلومات په منظم ډول ثبتېږي او د روغتون د بېلابېلو څانګو ترمنځ به د معلوماتو شریکولو ته اسانتیا برابره شي؛ چې ورسره به د ناروغانو د خدمتونو او درملنې بهیر لا منظم او چټک شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۸
Background image

کابل؛ نشست هلال‌احمر افغانی و شرکای کاری درباره کارشیوه جدید برگزار شد

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

نشستی در رابطه با کارشیوه جدید میان هلال‌احمر افغانی و نمایندگان شرکای کاری در افغانستان، با حضور مولوی روح‌الله عبدالسلام، معاون عملیاتی سکرتر جنرال، و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

بامیان؛ ورکشاپ آموزشی شش‌روزه مدیریت حوادث و انتقال پول نقد به پایان رسید

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه ارتقای ظرفیت برای ۲۵ تن از رضاکاران در بخش مدیریت حوادث و انتقال پول نقد، که از سوی هلال‌احمر افغانی در ریاست نمایندگی ولایتی، در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۳۳
Background image

کابل؛ به‌منظور اجرای پروگرام چهارماهه سوءتغذیه متوسط، با ۱۱ مؤسسه تفاهم‌نامه‌های همکاری امضا شد

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

تفاهم‌نامه‌های همکاری میان محترم مولوی روح‌الله عبدالسلام، معاون عملیاتی سکرتر جنرال به نمایندگی از هلال‌احمر افغانی و نمایندگان ۱۱ مؤسسه، به‌منظور اجرای. . .

BACK TO NEWS