د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه
دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۸ کيلو خُرما ورکړل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د یادو کورنیو لپاره د روژه ماتي پر مهال د اسانتیا برابرول و.
افغاني سره میاشت د روژې په میاشت کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی خپل لومړیتوب ګڼي.
