دایکندي کې ۳۰۰ اړمنې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې
چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
د دایکندي ولایت د مرکز اړوند په نیلي ښار کې له ۳۰۰ راستنو شوو کډوالو او بېوزله کورنیو سره افغاني سرې میاشتې ۲۶.۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ۸۹ کیلو خوراکي توکي ترلاسه کړل، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، رُب او مکروني په کې شامل وو.
دغه راز، هرې کورنۍ ته ۳ چکۍ د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شو.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او اساسي ستونزې تر یوې کچې را کمې شي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو او پېښځپلو وګړو لاسنیوي ته ژمنه ده.
