کندهار کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه
دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۵۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ او ژمنۍ اړتیاوې پوره شي.
