د هرات په روزنک بندر کې د ترکیې ۱۲۷۱ ټنه را استول شوې بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۲۸
د هرات په روزنک بندر کې د ترکیې ۱۲۷۱ ټنه را استول شوې بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

چهارشنبه، ۱۹ جمادي الآخره ۱۴۴۷
د هرات ولایت په روزنک بندر کې د ترکيې سرې مياشتې، افاد او IHH بنسټونو له لوري را استول شوې ۱۲۷۱ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۲مه جوپه بشري مرسته، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته په هرات کې د یاد هېواد د سر قونسل په لاس وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو په مراسمو کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې مسؤول ښاغلي نعیم الله کریمي، د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، د لویدیځ زون، مرکزي او نماینده ګۍ رئیسانو، آفاد او آی اېچ اېچ خیریه بنسټ استازو ګډون درلود.
د مرستې د تسلیمۍ پر مهال ښاغلي دلاور د ترکیې هېواد له دوامدارو او همېشنیو مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د ترکیې سرې میاشتې را استول شوې مرسته به په بشپړ شفافیت تر اړمنو او پېښځپلو کورنیو ورسول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سرې میاشتې د هېواد په ټولو ولایتونو کې خپلې بشري مرستې جاري ساتلي او د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به افغاني سره مياشت وکولی شي، څو اړمنو ته د مرستو رسولو لړۍ لا پراخه کړي.

هرات کې د ترکیې سر قونسل ښاغلي اوغلو د یادې بشري مرستې په اړه وویل، "دغه ۱۲۷۱ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو ستونزو د حل په موخه افغانستان ته را استول شوې او د ترکیې سره میاشت او نور خيريه بنسټونه به په هر ډول حالت کې د افغان ولس لاسنیوي او ملاتړ ته دوام ورکړي."
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ترکیې هېواد له لوري په ۱۱ جوپو کې سلګونه ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته را استول شوې، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري په پوره شفافیت پر مستحقو کورنیو وېشل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۴۲
Background image

به ۶۳ خانواده بی‌بضاعت در کابل، کمک‌های بشری توزیع شد

پنج‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال احمر افغانی، به ۶۳ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت در ناحیه هفتم شهر کابل  ۱۰ قلم کمک‌های غذایی و غیرغذایی توزیع کرد.
این کمک‌ها که از سوی هلال احمر ترکیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱
Background image

۳۰۰ خانواده نیازمند و عودت‌کننده در هلمند از کمک‌های غذایی بهره‌مند شدند

پنجشنبه ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی، به‌منظور همدردی بشری، برای ۳۰۰ خانواده نیازمند و مهاجر عودت‌کننده در شهر لشکرگاه، مرکز ولایت هلمند، ۲۶.۳ تُن مواد غذایی توزیع کرد.
در این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۸
Background image

به ۳۲ خانواده عودت‌کننده در تخار خیمه مساعدت شد

پنج‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
 هلال‌احمر افغانی به منظور فراهم نمودن سرپناه موقت برای ۳۲ خانواده عودت‌کننده، در قریه بای دینگک، ولسوالی دشت قلعه، ولایت تخار، ۳۲ باب خیمه مساعدت نمود، که. . .

BACK TO NEWS