کونړ؛ له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او اساسي ستونزې حل شي.
