د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۰ تنه ناروغان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۰ تنه ناروغان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!
نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۱۱ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۰ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان پلازمېنه کابل کې ۴ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ناروغانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.