په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه:

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۴:۲۶
وړیا کورس

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
*  افغاني سرې میاشتې ته د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت د سېلاب ځپلو د لاسنيوي او مرستې په موخه ۲ ميلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارل شوه.

*  د سوري زړه په رنځ اخته ۲۳ تنه ماشومان ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ور وپېژندل شول.

پنجشېر:
*  د مرکز په ګډون په مختلفو ولسوالیو کې له ۲۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۴ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

*  شتل ولسوالۍ کې ۲۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

سمنګان:
ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۱۰ تنو زده کوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه.

پروان:
د کوه صافي او سیاه ګرد ولسواليو په مختلفو کلیو کې د سختو ورښتونو له امله له ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې پای ته ورسېده.

بغلان:
د یوه ګرځنده روغتیایي ټیم او ۲ ثابتو کلینیکونو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۶۳۹۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي.

خوست:
د ځاځي میدان ولسوالۍ په ګورګورې کلي کې د رضاکارانو ۲۰ کسیزې کمېټې ته د لومړنیو روغتیایي مرستو دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۳۹
Background image

لوگر؛ به خانواده‌های قربانیان حادثه ترافیکی کمک نقدی صورت گرفت

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی به ۳ خانواده در ولایت لوگر که مدتی پیش موقع بازگشت از پاکستان، موتر حامل وسایل کوچ‌شان در ولایت لغمان به داخل دریا سقوط کرده بود، کمک نقدی نمود.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۲۰:۵۱
Background image

ننگرهار؛ به خانواده‌های قربانیان حادثه ترافیکی ۹۴ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی صورت گرفت

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی، به خانواده‌های ۹ قربانی حادثه‌ای ترافیکی در ولایت ننگرهار، ۹۴ هزار و ۵۰۰ افغانی مساعدت نمود.

این کمک که با حمایت فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۲۰:۳۹
Background image

کندز؛ دو پروژه کار در بدل پول نقد آغاز شد

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

دو پروژه کار در بدل پول نقد از سوی هلال‌احمر افغانی با حمایت مالی کمیته بین‌المللی صلیب‌سرخ در قریه‌های کله‌گاو و بوز قندهاری مربوط به شهر کندز آغاز شد.

از طریق. . .

BACK TO NEWS