کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
Sat, Sep 19 2026 9:56 AM
K

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې د ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، هرات او نیمروز ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ۲۵ تنه روغتیاپالان پکې ګډون لري.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام وویل، چې د انسان ژوند او روغتیا تر هر څه ډېر ارزښت لري او روغتیاپالان باید د ناروغانو د درملنې او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال خپلو دندو ته پوره پاملرنه وکړي.

نوموړي د درملو د سمې کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې ناروغانو ته د درملو په اړه لازمې لارښوونې وکړي، د درملو د تنظیم او وېش چارې په منظم ډول ترسره کړي او له دې روزنې څخه په عملي ډګر کې اغېزمنه ګټه واخلي.

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د درملو د معقول استعمال، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په کچه د درملو د تنظیم او ساتنې، میاشتني راپور ورکولو او ناروغانو ته د درملو د کارونې د لارښوونې په اړه زده‌ کړې ورکول کېږي.

همدا راز، ګډونوالو ته د درملو د ثبت او تنظیم، د اړتیا له مخې د درملو د غوښتنې او ناروغانو ته د درملنې د طریقې، اندازې او وخت د ښودلو په اړه عملي روزنه ورکول کېږي.

د دې روزنیز ورکشاپ موخه د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو د مسلکي پوهې او عملي وړتیاوو لوړول او ناروغانو ته د درملو د معقول استعمال او سمې لارښوونې په برخه کې د هغوی د ظرفیت پیاوړتیا ده.

افغاني سره میاشت د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو په پیاوړتیا سره هڅه کوي؛ څو اړمنو خلکو ته پر وخت، معیاري او اغېزمن روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

Latest news

Sat, Sep 19 2026 9:54 AM
Background image

Kabul: Five-Day Training Workshop Begins on Rational Medicine Use for Mobile Health Teams

Saturday, September 19, 2026

 

A five-day training workshop on the rational use of medicines for doctors and pharmacists working with mobile health teams has begun at the central. . .

Sat, Sep 19 2026 4:40 AM
Background image

Sar-e-Pol: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Saturday, September 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 5,190 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Thu, Sep 17 2026 9:26 AM
Background image

Uruzgan: Non-Food Assistance Provided to Family Affected by Fire

Thursday, September 17, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to a family affected by a fire in Uruzgan Province.

The assistance included four blankets, one tarpaulin, one. . .

BACK TO NEWS