پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه
پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.
یاده مرسته د قطر سرې میاشتې په ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵ کیلو غوښه ورکړل شوه.
دغه مرسته د لوی اختر په مناسبت د اړمنو کورنیو د ملاتړ او پر وخت بشري مرستو د رسولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د مرستندویه بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي، چې اړمنو کورنیو ته بشري مرستې په منظم او ښه ډول ورسوي.
